د پکتیا پخواني والي حلیم فدایي ویلي چې د ټرمپ په بیا واکمني کې د دوحې تړون د بشپړ تطبیق په اړه د خلیلزاد څرګندونې د پام وړ دي.
هغه ویلي د دوحې لومړی تړون د افغان حکومت د څنډې ته کولو له کبله له ګڼو نیوکو سره مخ وو او اوس همدا تړون یوازینی رسمي چوکاټ پاتې، چې طالبان خپلو ژمنو عملي کولو ته اړ باسي.
د فدایي په خبره، دغو ژمنو کې د افغانانو ترمنځ خبرې او یو ټول شموله حکومت جوړول هغه څه دي چې د افغانستان د ثبات لپاره خورا مهم ګڼل کېږي، چې لاهم د طالبانو واکمني کې نه دي عملي شوي.
د نوموړي په باور، د دغه تړون عملي کولو سره ښکېل اړخونه کولای شي چې طالبان د خپلو مکلفیتونو په اړه اقدام ته اړ کړي.

