د پکتیا پخوانی والي محمد حلیم فدایي وایي، چې د جمهوریت بې کفایته جاسوسان خپل بادار له طالبانو سره مارچه کړل، اوس یې نه بادار مني او نه ولس ته مخ لري.
نوموړي په خپله ایکسپاڼه لیکلي، که طالب د پردیو جاسوس ګڼل کېږي؛ نو بیا باید د ایران، روسیې او نورو جاسوسانو ته هم برائت ورنه کړل شي.
فدایي زیاتوي جاسوس که د هر شعار لاندې وي؛ نو جاسوس بلل کېږي.
هغه دغه راز زیاته کړې چې ستاسې له لاسه سم خلک بدنام شول.

