خبریالې حسیبه اټکپال ویلي چې د ملکي وګړو د مرګژوبلې موضوع باید قومي بڼه ونه لري او د دې پېښو یادونه باید د انسانیت له نظره وشي.
اټکپال زیاته کړې، چې د ملګرو ملتونو د افغانستان مرستندویه ماموریت (یوناما) د راپور له مخې لسګونه ملکي وګړي وژل شوي؛ خو د هغوی د قومیت په اړه معلومات نشته.
نوموړې دا خبرې د خبریالې زهرا جویا د هغه خبرو په غبرګون کې کړې چې ویلي وو:«په وروستیو کلونو کې تر اوسه پورې زه د درېیو بېلابېلو قومي ډلو له لوري په بېلابېلو کچو د انلاین بریدونو سره مخ شوې یم. دا د افغانستان د وضعیت نازکتیا ښيي.»

