د اسراییل پوځ ویلي چې د حزبالله ډلې لهخوا شاوخوا ۱۶۰ مرمۍ په اسراییلو لګېدلي دي چې یوه لویه اورلګېدنه رامنځته شوې ده.
د راپورونو له مخې اور وژونکو پرون د دې لوی اور د مړه کولو هڅې کولې.
ددغه مرمیو او اور لګېدنې د مرګژوبلې په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د اسراییل پوځ په بیروت کې ګڼ بریدونه وکړل، چې د حزبالله درې مهم مشران یې ووژل.

