جمعه, مارچ 20, 2026
Homeافغانستانحبیب الرحمن حکمتیار:مونږ خپلو ته قدر او ارزښت نه ورکوو؛ خو په...

حبیب الرحمن حکمتیار:مونږ خپلو ته قدر او ارزښت نه ورکوو؛ خو په نورو خفه کېږو

د ګلبدین حکمتیار زوی حبیب الرحمن حکمتیار وایي، افغانان په خپلو کورنیو مسایلو کې له احساساتي دریځونو کار اخلي او د اصولو پر ځای شعارونو ته لومړیتوب ورکوي.

نوموړي ویلي، داسې کسان شته چې یو وخت د کمونستانو ملاتړي وو، بیا یې د اشغال پر مهال ځان مجاهد وباله، نن طالب ته کمپاین کوي او سبا د بل ملاتړ کوي؛ خو روښانه دریځ نه لري.

حکمتیار زیاته کړې، د پاکستان پښتانه سیاسي، تعلیمي او ټولنیز پرمختګونه لري؛ خو افغانان لا هم خپلو پښتنو ته ارزښت نه ورکوي.

د حکمتیار په خبره، افغانان خپلو خلکو ته د دوه روپیو ارزښت نه ورکوي؛ خو د نورو لپاره غمجن دي.

هغه ټینګار کړی چې د ولس بیداري، اصولي دریځونه او له احساساتو څخه ډډه کول د هېواد د ثبات یوازینۍ لاره ده.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here