د طالبانو حکومت د معارف وزیر، حبیبالله آغا ویلي چې د پاکستاني ځواکونو پوځیان د ځمکنۍ جګړې پر مهال تښتېدل؛ خو د راکټي بریدونو پر وړاندې افغان لوري د ځواب وس نه درلود.
نوموړي دا څرګندونې په کابل کې د یوې ناستې پر مهال کړي.
هغه زیاته کړې، چې د هېواد د دفاع لپاره باید عصري زدهکړې او د تکنالوژۍ برخه پیاوړې شي، څو افغانستان وکولای شي د هر ډول برید پر وړاندې خپلواک او اغېزناک غبرګون وښيي.
د نوموړي په وینا، د معارف وزارت هڅه کوي د نصاب په جوړښت کې داسې بدلونونه راولي چې راتلونکی نسل د علم، پوهنې او عصري وسایلو له لارې د خپل هېواد ساتنه وکړای شي.

