شنبه, مارچ 14, 2026
Homeافغانستانحامد کرزی:په کندز کې ځانمرګی برید په کلکو ټکو غندم

حامد کرزی:په کندز کې ځانمرګی برید په کلکو ټکو غندم

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي کندز کې د کابل بانک مخې ته د نن ورځې چاودنه په کلکو ټکو غندلې ده.

ښاغلي کرزي دغه پېښه د انساني او اسلامي موازینو خلاف عمل بللی دی.

هغه د پېښې قربانیانو ته د جنت، د کورنیو غړو ته صبر او ټپیانو ته د سملاسي روغتیا دعا کړې ده.

د یادونې ده چې په دې چاودنه کې ځایي طالب چارواکو د ۵ تنو د وژل کېدو او ۷ تنو د ټپي کېدو خبر ورکړی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here