د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د اسراییلو لخوا پر قطر برید په سختو ټکو غندلی.
نوموړي دغه اقدام د یوه خپلواک دولت د حاکمیت، د ملګرو ملتونو د منشور او د ټولو نړیوالو اصولو او قوانینو جدي نقض بللی دی.
کرزي ټینګار کړی چې د اسراییلو مکرر بمبارونه نه یوازې د قطر او سیمهییزو هېوادونو ثبات ته ګواښ پېښوي، بلکه د نړۍ د سولې لپاره هم ستر خطر ګڼل کېږي.
نوموړي ویلي، قطر د غزې په جګړه کې د اوربند رامنځته کولو او د سولهییزو خبرو په چوکاټ کې مهم رول لري، خو دغه حمله د سیمې د جنګ اور ته لا ډېره لمن وهي او د هر ډول سولهییز حل مخه نیسي.
پخواني ولسمشر په نړیوالو غږ کړی چې د دغه ډول اقداماتو په وړاندې باید غبرګون وښيي او د سیمې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره هڅې ډېرې کړي.

