د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د کابل په سینما پامیر سیمه کې چاودنه په کلکه غندلې ده.
ښاغلي کرزي په خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې دا یو تروریستي عمل دی.
نوموړي د دغې پېښې قربانیانو ته د فردوس جنت او ټپیانو ته د عاجلې روغتیا دعا کړې.
د یادونې ده چې تېره ورځ د کابل په سینما پامیر سیمه کې د یو چسپکي ماین د چاودنې له کبله یو تن وژل شوی او ۱۱ نور ټپیان دي.

