د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د پاکستان له لوري پر خوست، کنړ او پکتیکا د ترسره شوو هوايي بریدونو کلکه غندنه کړې ده.
په دغو بریدونو کې چې کوچنیان او میرمنې وژل شوې، کرزي دغه عمل د نړیوالو اصولو او بشري ارزښتونو خلاف بللی دی.
نوموړي له اسلاماباده غوښتي چې له افغانستان سره خپلې اړیکې د ښه ګاونډیتوب، متقابل احترام او نړیوالو اصولو پر بنسټ تنظیم کړي.
هغه پاکستان ته سپارښتنه کړې چې د تخریبي او دښمنانه سیاستونو له تکرار څخه لاس واخلي او د سیمې په ګټه عاقلانه پرېکړې وکړي.

