د افغانستان پخواني ولسمشر، حامد کرزي له سکای نیوز سره په تازه مرکه کې ویلي چې د خپلې واکمنۍ پر مهال یې د ښو اړیکو د جوړولو لپاره شاوخوا شل ځله پاکستان ته سفرونه کړي؛ خو په خبره یې، اسلاماباد بیا هم له کابل سره ستونزې جوړوي.
کرزي ټینګار کړی چې پاکستان تل هڅه کوي افغانستان کمزوری وساتي او په خپله تګلاره کې د سختدریځۍ ملاتړ کوي.
هغه د پاکستان له چارواکو وغوښتل چې له افغانستان سره په سولهییز ډول تعامل وکړي.
نوموړي همداراز تور پورې کړ چې پاکستان خپله ترهګریز فعالیتونه ترسره کوي او بیا یې پړه پر افغانستان اچوي، چې دا کار یې ناسم وباله.
کرزي د پاکستان هغه ادعاوې هم رد کړې چې ګواکې په افغانستان کې یې ملکي سیمې نه دي بمبار کړي.
د هغه په وینا، د کابل اوسېدونکي شواهد لري چې پاکستاني الوتکو د دوشنبې په شپه ملکي وګړو ته مرګژوبله اړولې ده.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د دوشنبې په شپه په کابل کې د معتادینو د درملنې پر یو مرکز پاکستان برید وکړ او ګڼ شمېر ملکي وګړي یې ووژل.

