د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزی د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ستوري راشد خان ته د شل اوریزو سیالیو (T20) په تاریخ کې د ۷۰۰ ویکټو د پوره کولو مبارکي ورکړې.
حامد کرزي په خپل پیغام کې ویلي، چې د راشد خان دا بېساری موفقیت نه یوازې د هغه شخصي لاسته راوړنه ده، بلکې د ټول افغانستان د کرکټ ملي لوبډله او د هېواد د سپورتي تاریخ لپاره یو لوی ویاړ ګڼل کېږي.
نوموړي همداراز د ملي لوبډلې ټولو لوبغاړو او افغان ورزشکارانو ته د لا ډېرو بریاوو هیله څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې د افغان لوبغاړو نړیوالې بریاوې د ملت مورال لوړوي او د هېواد مثبت تصویر نړۍ ته وړاندې کوي.

