جمعه, مارچ 20, 2026
Homeافغانستانحامد کرزی:د هېواد راتلونکی د ماشومانو په زده‌کړو پورې تړلی او باید...

حامد کرزی:د هېواد راتلونکی د ماشومانو په زده‌کړو پورې تړلی او باید د ټولو پرمخ ښوونځي پرانیستل شي

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د نومبر ۲۰مه د ماشوم د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې ماشومان د هېواد راتلونکی جوړوي او تر ټولو ډېر پاملرنې او ملاتړ ته اړتیا لري.

کرزي ویلي چې د هېواد د روښانه راتلونکي لپاره باید ماشومانو ته د زده‌کړې، تخصص او مهارتونو د ترلاسه کولو بشپړ فرصت ورکړل شي.

هغه ټینګار کړی چې زده‌کړه د هر ماشوم حق دی او د ټولنې اړتیا هم ګڼل کېږي.

د هغه په وینا، ټولنه هغه مهال پرمختګ کولی شي چې د خپلو ماشومانو د تعلیم او روزنې له لارې متخصص بشري ځواک وروزي.

کرزي یو ځل بیا غوښتنه کړې چې د نجونو او هلکانو لپاره دې ژر تر ژره ټولې ښوونیزې دروازې، په ځانګړي ډول مکتبونه او پوهنتونونه، پرانستل شي څو د ټولو ماشومانو د زده‌کړې په برابر فرصت سره د هېواد د پرمختګ او ودې زمینه برابره شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here