د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي، چې د نجونو پر زده کړو بندیز نه یوازې د طالبانو د حکومت د نړیوال مشروعیت خنډ دی، بلکې د هېواد د هوساینې پر وړاندې هم ستر خنډ جوړ شوی دی.
کرزي دا څرګندونې له یوې روسي رسنۍ سره مرکې کې کړې او ټینګار یې کړی، چې د کډوالۍ د مخنیوي لپاره باید راتلونکي ته هیلې ژوندۍ وساتو او له نړیوالې ټولنې سره ښې اړیکې ټینګې کړو.
هغه زیاته کړې چې طالبان هم افغانان دي، او مخالفین یې هم افغانان دي؛ نو اړتیا ده چې ټول یو موټی شو او د هېواد د ښه راتلونکي لپاره ګډ کار وکړو.
کرزي همداراز ویلي، چې د طالبانو حکومت یې دا دریځ ستایلی چې د تېر حکومت تر سقوط وروسته یې له هېواده د تګ پر ځای پاتې کېدو ته لومړیتوب ورکړ.

