د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د برتانیې د حکومت هغه پرېکړه ستایلې چې غواړي د فلسطین خپلواک دولت په رسمیت وپېژني.
کرزي دا دریځ د فلسطیني ولس د تاریخي حقونو په لور یو مهم او ارزښتناک ګام بللی دی.
کرزي دا څرګندونې پر خپله ایکس پاڼه کړي او لیکلي یې دي چې دا اقدام نه یوازې د فلسطین د مظلوم ملت ملاتړ څرګندوي، بلکې د نړیوالو قوانینو او عدالت سره همغږي ده.
نوموړي له نورو لوېدیځو هېوادونو هم غوښتي چې د فلسطین د رسميت پېژندنې پر لور مشابه ګامونه واخلي.

