د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د جاپان له حکومت څخه د افغانستان د بیارغونې صندوق ته د ۲.۸ میلیونه ډالرو مرستې له امله مننه کړې ده.
کرزي په یوه پیغام کې ویلي چې دغه مرسته به د بېوزلو او زیانمنو افغانانو د ملاتړ او د هغوی د ژوند د ښه کېدو لپاره مهمه ونډه ولري.
نوموړي جاپان د افغانستان یو ریښتینی دوست بللی او ویلي یې دي چې دغه هېواد په بېلابېلو پړاوونو کې د افغانستان له خلکو سره دوامدارې او بېریا مرستې کړې دي.
د پخواني ولسمشر په وینا، د جاپان دوامداره مرستې د ستاینې وړ دي او کولی شي د افغانانو د ژوند په ښه والي کې مثبت بدلون راولي.

