د هیواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د ملګرو ملتونو سرمنشي آنتونیو ګوترش ته په استول شوې لیک کې د پاکستان لخوا پر افغانستان د بریدونو سخت غبرګون ښودلی.
کرزي، انتونیو ګوتریش ته په دې لیک کې دا بریدونه د نړیوالو قواعدو سرغړونه او د ملګرو ملتونو د اصولو خلاف بللي، او د دغه سازمان له خوا د دغو حملو د محکومیت غوښتنه یې کړې ده.
هغه په لیک کې ټینګار کړی چې د پاکستان پالیسي په تېرو څلورو لسیزو کې د تاوتریخوالي او افراطیت د وسیلې په توګه د نفوذ لپاره کارول شوې.
کرزي د سرمنشي نه غوښتنه کړې چې د سیمهییزو تاوتریخوالو د کمولو او د افغانستان د حاکمیت د خوندي کولو لپاره جدي اقدامات وکړي، ترڅو سیمه له دایمي تاوتریخوالي څخه خلاصه شي.

