د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ایران او امریکا ترمنځ په اسلام آباد کې د اوربند د ټینګېدو او مذاکراتو د پیل هرکلی کړی دی.
کرزي ویلي، د جګړې پای او د وسلهوالې شخړې ختمېدل نه یوازې د دواړو لورو، بلکې د سیمې او نړۍ په ګټه دي.
هغه د اوربند د رامنځته کېدو او د خبرو د پیل لپاره شوې هڅې ستایلي او له ټولو اړخونو یې مننه کړې ده.
نوموړي زیاته کړې چې د جګړې له امله ایران ته د درنو انساني تلفاتو او مالي زیانونو اوښتل، او همدارنګه د عربي هېوادونو د احتمالي زیانمنېدو موضوع، د اندېښنې وړ ده.
هغه له ایران سره خواخوږي څرګنده کړې او هیله یې ښودلې چې روانې خبرې به، ګټورو او اغېزناکو پایلو ته ورسېږي.
د کرزي په وینا، که د تفاهم له لارې سوله او ثبات تأمین شي، نو دا به د ایران، سیمې او نړۍ د خلکو لپاره د هوساینې او ارامۍ زمینه برابره کړي.

