د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د هند په احمداباد کې د ایر ایندیا الوتکې د سقوط پېښه خواشینوونکې بللې او له دې امله یې ژوره خواخوږي څرګنده کړې ده.
نوموړي پر خپل اېکسپاڼه لیکلي، چې دا یوه دردوونکې پېښه ده او د هند له خلکو، په ځانګړي ډول د هند له لومړي وزیر نریندرا مودي سره، د زړه له کومې غمرازي کوي.
کرزي له هند سره د خواخوږۍ ترڅنګ د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت مراتب هم وړاندې کړي دي.
د یادونې ده چې نن د هند په احمد اباد کې د «ایر ایندیا» هوايي شرکت د مسافر وړونکې الوتکې د سقوط له امله یې ټول ۲۴۲ سپرلۍ وژل شوي دي.

