دوشنبه, مارچ 23, 2026
Homeافغانستانحامد کرزي؛له نړیوالو مرستندویه بنسټونو وغوښتل چې د زلزله ځپلو کورنیو ته...

حامد کرزي؛له نړیوالو مرستندویه بنسټونو وغوښتل چې د زلزله ځپلو کورنیو ته عاجل مرستې ورسوي

پخواني ولسمشر حامد کرزي د بلخ، سمنګان او د هېواد د نورو ولایاتو د وروستۍ زلزلې د قربانیانو له کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي او غمشریکي څرګنده کړې ده.

کرزي په خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې د زلزلې له امله رامنځته شوي ځاني او مالي زیانونو ژور خواشیني کړی، او د زیانمنو کورنیو ته یې د تسلیت مراتب وړاندې کړي.

هغه له ملي سوداګرو او مرستندویو بنسټونو، همدارنګه له نړیوالو ادارو وغوښتل، چې له زیانمنو کورنیو سره د بیړنیو مرستو په برابرولو کې فعاله ونډه واخلي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here