د هند د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي او په دغه وزارت کې د افغانستان، پاکستان او ایران د څانګې مشر انند پرکاش کابل ته له راتګ وروسته له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره کتلي دي.
په دې لیدنه کې د سیمې پر حالاتو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر ټینګښت او پیاوړتیا خبرې شوې دي.
پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي، هند باید افغان ځوانانو ته د تحصیلي بورسونو د ورکړې او په دغه هېواد کې د افغان زدهکړیالانو د ستونزو حل ته پام وکړي.

