د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا سره کتلي.
ښاغلي کرزي په خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې په دې کتنه کې د افغانستان د روان وضعیت په اړه د بحث او نظریاتو د تبادلې تر څنګ په بېلابېلو برخو کې په ځانګړي ډول د ښوونیزو او روزنیزو اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې د ملګرو ملتونو د همکاریو له امله مو قدرداني وکړه.
هغه له اتونبایوا څخه د ښځو د اقتصادي ځواک پیاوړتیا، په ټولنه کې د دوی رغنده رول او په دې برخه کې د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه وکړه.
پخواني ولسمشر په هېواد کې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره ملي تفاهم اړین وباله او د نجونو لپاره یې د ښوونځیو او پوهنتونونو پر پرانیستلو ټینګار وکړ.

