د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي له یو شمیر مشرانو او ځوانانو سره کتلي.
ښاغلي کرزي په خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې په دې کتنه کې گډونوالو د ملي اتحاد او اتفاق پر لاټینگښت تاکید کړی او افغانستان یې د ټولو افغانانو مساوي او مشترک کور بللی.
په دې لیدنه کې د مجلس ویناوالو د تعلیم پر ارزښت او د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستلو په اړه خبرې کړې دي.
حامد کرزي په دې لیدنه کې د دایمي سولې او ثبات لپاره یې پر ملي تفاهم ټینګار کړی.

