پخواني ولسمشر حامد کرزي د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ له مشرې روزا اوتونبایوا سره کتلي.
د ښاغلي کرزي له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نن ورځ یې د ملګرو ملتونو ځانکړې استازې روزا اوتونبایوا سره د افغانستان او سیمې پر حالاتو او د یوناما پر برنامو خبرې کړي دي.
په دې ناسته کې د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د نجونو تعلیم حیاتي ګڼلی او په دغه برخه کې یې د ملګرو ملتونو له مرستو مننه کړې.

