یکشنبه, مارچ 15, 2026
Homeافغانستانحامد کرزي؛د جاپان له سفیر تاکایوشي کورومیا سره کتلي

حامد کرزي؛د جاپان له سفیر تاکایوشي کورومیا سره کتلي

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د جاپان له سفیر تاکایوشي کورومیا سره کتلي.

ښاغلي کرزي په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې په دې لیدنه کې د افغانستان او جاپان ترمنځ د همکاریو او دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې وشوې.

حامد کرزي په دې لیدنه کې جاپان د افغانستان تاریخي او ښه دوست بللی او د دغه هېواد له مرستو، په ځانګړي ډول د تعلیم، روغتیا، او بې‌ځایه شویو کډوالو ته د رسیدګي په برخو کې مننه کړې.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here