د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ترکیې له سفیر جنګ اونال سره کتلي.
ښاغلي کرزي پر خپله ایکسپاڼه د افغانستان له خلکو سره د ترکیې د دوامدارو همکاریو، په ځانګړي ډول افغان ځوانانو ته د تحصیلي بورسونو د ورکړې مننه کړې او دغه هېواد یې د افغانستان تاریخي او نږدې دوست بللی دی.

