د حالوش خبري اژانس راپور ورکړی چې د افغان کډوالو یو موټر د ایران د پولیسو له مستقیمو ډزو وروسته نسکور شوی، چې له امله یې لږ تر لږه دوه افغان کډوال وژل شوي او شاوخوا شل نور ټپیان دي.
د راپور له مخې، دا پېښه د سېشنبې په ورځ د سیستان او بلوچستان ولایت د سراوان ولسوالۍ په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.
حالوش لیکلي چې د ایران پولیسو پرته له مخکیني خبرداري د موټر د درولو هڅه کړې، وروسته یې موټر تعقیب کړی او پرې یې مستقیمې ډزې کړې دي.
ویل کېږي، د ټپیانو له ډلې د شپږو کسانو روغتیايي وضعیت نازک دی.

