د بشري حقونو سازمان “حال وش” خبر ورکړی چې د تېرې پنجشنبې سهار د ایران د سراوان ولسوالۍ په دازدک کلي کې ۲۷ کلن افغان ځوان ناصر همتخېل وژل شوی او ۶۸ کلن پلار یې موسی همتخېل تښتول شوی دی.
د سیمې خلک وايي چې دا پلار او زوی له څو کلونو راهیسې هلته کډوال وو او له چا سره یې ستونزه نه لرله.
د یادونې ده چې په ایران کې ډېر افغانان د ناڅرګندو وسلهوالو یا د تښتونکو له خوا د پیسو لپاره برمته کېږي.
د یادونې ده چې په دې وروستیو کې ایران ګڼ شمېر افغانان خپل هېواد ته راستانه کړي او لا هم دا لړۍ روانه ده.

