حالوش راپور ورکړی، چې ایراني پولیسو د سیستان او بلوچستان له میرجاوه سیمې څخه ۱۵ تنه، چې هیڅ پېژندپاڼې یې نه لرلې وړي دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، دا کسان، چې د افغانستان د وګړو په نوم وړل شوي، څلور ښځې هم پکې شاملې وې.
راپور کې راغلي، چې نیول شوي کسان نامعلوم لوري ته وړل شوي.
سرچینه زیاتوي، چې دا خلک له اوږدې مودې راهیسې په دغه سیمه کې اوسېدل.

