د هند د بهرنیو چارو وزیر اېس. جې شنکر ویلي، هند د افغانستان لهخوا د اوبو د مدیریت او اوبهلګولو په برخه کې د همکارۍ د پراخولو او لېوالتیا هرکلی کوي او چمتو دی چې د افغانستان د اوبو د سرچینو د دوامدار مدیریت لپاره ګډ کار وکړي.
نوموړي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوبو د تنظیم او زراعت په برخه کې د «ګټورې همکارۍ» یادونه کړې او ویلي، هند غواړي دا اړیکې لا پسې پیاوړې شي ترڅو د افغانستان د طبیعي سرچینو د اغېزمنې استفادې زمینه برابره شي.

