د امریکا د بهرنیو مرستو مرستیال جېرمي لوېن ویلي، چې متحده ایالات غواړي د ملګرو ملتونو له لارې د نړۍ په کچه د بشري مرستو لپاره ۲ میلیارد ډالره ځانګړي کړي.
نوموړي ټینګار کړی، چې دا مرستې باید په افغانستان او یمن کې ونه لګېږي.
هغه ادعا کړې، چې واشنګټن داسې شواهد لري چې ښيي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستو یوه برخه د طالبانو حکومت ته رسېدلې ده.
جېرمي لوېن بيبيسي ته ویلي، چې دغه پیسې باید د اقلیم بدلون اړوندو پروګرامونو لپاره هم ونه کارول شي، ځکه د هغه په وینا دا د امریکا له ملي ګټو سره سمون نه لري.
هغه زیاته کړې، چې امریکا د مرستو د سم لګښت لپاره پر جدي څار او حسابورکولو ټینګار کوي.

