د امریکا مرستیال ولسمشر، جیډي ونس ویلي چې هېواد یې تر ډېره د ایران پر وړاندې په روانه جګړه کې خپلو پوځي موخو ته رسېدلی دی.
نوموړي زیاته کړې چې امریکا به د ایران سره خبرې اترې د هغه ټاکلي وخت تر پای پورې روانې وساتي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ټاکلی دی.
ونس وویل: «موږ نه غواړو داسې یو نظام چې د ترهګرۍ ملاتړ کوي، اټومي وسلو ته لاسرسی پیدا کړي.»
هغه ټینګار کړی چې د ایران پر وړاندې د جګړې مهمې پوځي موخې ترلاسه شوې دي او اوسنی پړاو د سیاسي او ډیپلوماتیکو هڅو دی.
هغه همداراز هیله ښودلې چې ایران به په دې حساس وضعیت کې له احتیاطه کار واخلي او داسې پرېکړې به وکړي چې د سیمې ثبات ته زیان ونه رسوي.

