د جنوبي کوریا محکمې د دې هېواد د استیضاح شوي ولسمشر، یون سوک یول د لرې کولو حکم صادر کړ.
دغه محکمې د ولسمشر د استیضاح لپاره د پارلمان پرېکړه هم تایید کړه.
دا پرېکړه وروسته له هغې وشوه چې یون سوک یول د قوس په میاشت کې موقتي نظامي حکومت اعلان کړی و.
محکمې ویلي، د یول لهخوا د نظامي حکومت اعلان د خلکو اساسي حقوق تر پښو لاندې کړي او د هېواد ثبات ته یې جدي زیان رسولی دی.

