پاکستاتي طالبانو نن سهار د جنوبي پنجاب ولایت د ډېره غازي خان ولسوالۍ د تونسې شریف په سیمه پر “لاکهاني” چيک پوسټ برید کړی.
سیمهییزې سرچینې وايي، چې په دې برید کې یو شمېر امنیتي سرتېري ووژل شول او ټپیان شوي؛ خو کره شمېر یې معلوم نه دی.
د معلوماتو له مخې، د جګړې له امله پولیس اړ شول چيک پوسټ پرېږدي او د سیمې د خلکو کورونو ته پناه یوسي.

