د جنوبي وزیرستان د انګور اډې په سرخوار سیمه کې ټيټيپي ډلې د پوځ پر کمپ برید کړی.
دا برید تېره شپه ترسره شوی، چې په کې لس پاکستاني پوځیان وژل شوي.
سرچینې وايي، چې کمپ د ټيټيپي لاس ته لوېدلی او پاکستاني سرتېري ورنه تښتېدلي.
تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویل شوي؛ خو د معلوماتو له مخې، په دغه کمپ کې یو شمېر وسلې او تجهیزات د ټيټيپي لاس ته لوېدلي دي.

