چهارشنبه, مارچ 11, 2026
Homeکورپاڼهجنوبي وزیرستان؛د جومات مخې ته چاودنې ۸ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

جنوبي وزیرستان؛د جومات مخې ته چاودنې ۸ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

خیبرپښتونخوا کې د یو جومات مخې ته په شوې چاودنه کې دوه تنه وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

دا پېښه د پښتونخوا ایالت د جنوبي وزیرستان د برمل ولسوالۍ په اعظم ورسک سیمه کې رامنځته شوې ده.

د سیمې پولیسو ویلي، پېښه د شهزاده جومات په دروازه کې شوې، چې موخه یې د دغه جومات ملا امام او د جمعیت علمای اسلام غړی مولانا شهزاده ترابي و.

اوس مهال سیمه د امنیتي ځواکونو له لوري کلابنده ده.

د یادونې ده چې د پېښې ټپیان د واڼه روغتون ته انتقال شوي.

تر اوسه کومې ډلې د یاد برید مسوولیت نه دی منلی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here