جنوبي وزیرستان څخه نامعلومه وسله والو درې پولیس د هغوی له کورونو تښتولي دي.
د جنوبي وزیرستان د پولیسو مشر پاکستاني رسنیو ته ویلي، چې دا درې پولیس عسکر د جنوبي وزیرستان د لدهې د زنګړه کلي څخه وسله والو تښتولي دي.
پولیسو زیاته کړې، چې د تښتول شویو پولیس عسکرو د راخلاصولو لپاره سیمه کې د لټون عملیات روان دي.
تښتول شوي پولیس د حکمت یار، اسحاق او اسد الله په نومونو دي.

