د طالبانو تر واک لاندې د کابل امنیه قومندانۍ پخواني ویاند «جنرال» مبین افعانستان ته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر راتګ ته په تمسخر ډول لیکلي، چې افغان چارواکي باید د افغانستان قیمتي سامانونه او شتمنۍ خوندي وساتي، ځکه چې پاکستاني غله په ډېر مهارت سره توکي پټوي.
هغه پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې پاکستاني غله د توکو په چور او پټولو کې ډېر مهارت لري.
نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې نن سهار د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د یو پلاوي په ملتیا کابل ته راغلی او د طالبانو حکومت له ګڼ شمېر چارو سره یې لېدنې ترسره کړي دي.

