د افغانستان د ملي پوځ پخواني جنرال سمیع سادات د سویس له لوري د پښتنو د اېستنې غبرګون کې ویلي، چې پښتانه د ترهګرۍ پر ضد مبارز ولس دی او له سویس څخه د دوی ایستل یو نژادپال عمل دی، چې د توجیه وړ نه دی.
نوموړي ویلي، چې د دوی دا کړنه غیراخلاقي، غیرقانوني او غیرانساني عمل دی.
نوموړی وایي، پښتانه تل د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په لومړۍ لیکه کې ولاړ دي، او له دغه قوم سره یوازې د قومیت پر اساس چلند د نژادپرستۍ ښکاره بڼه لري.
هغه پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، یوازینی لوری چې د افغانانو له ایستنې خوښي کوي، طالبان دي؛ ځکه دوی له هغو افغانانو وېره لري چې له وطنه بهر دي او د بدلون هیله ورسره تړلې ده.
سادات زیاتوي، د طالبانو ظلم ته د پای ټکی اېښودل یوازې د افغانانو په ځانګړي ډول د پښتنو لهخوا ممکن دی، ځکه دوی تر ټولو زیات قرباني شوي او مقاومت یې کړی.

