سه شنبه, مارچ 17, 2026
Homeافغانستانجنرال سمیع سادات:د مفتي شاکر وژنه د افراطي ملایانو د پاشلي زهر...

جنرال سمیع سادات:د مفتي شاکر وژنه د افراطي ملایانو د پاشلي زهر پایله ده

د افغانستان د ملي پوځ پخوانی جنرال او د متحدې جبهې مشر سمیع سادات وایي، مفتي منیر شاکر د افغانانو د معاصر تاریخ ترټولو غرتمند او صادق عالم و.

ښاغلي سادات ویلي، زموږ په سیمه کې افراطي ملایانو د افغانستان ویاړونه ویجاړ او د وطن صادق بچي یې په یوه او بله پلمه ووژل او دا لړۍ روانه ده.

هغه د مفتي شاکر د وژلو په غبرګون کې زیاته کړې چې افغانان دې نور په دې پوی شي چې د ملایانو په موجودیت کې هیڅ هستي او افتخار نه پاتې کېدونکی دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here