د متحدې جبهې مشر جنرال سميع سادات وایي، د افغانستان متحده جبهه یوازې د هېواد د آزادۍ لپاره مبارزه کوي او نه غواړي د بل هېڅ هېواد په جګړه کې ښکېله شي.
نوموړي د ایران په جګړه د هغه او نورو افغان جنرالانو په اړه د کابل پوډکاسټ وروستی راپور «غلط، مغرضانه او ناځوانمردانه» بللی دی.
یوې امریکايي ایکس پاڼې د جورجیا سن شاین له قوله لیکلي و، چې درې افغان جنرالان خوشحال سادات، جنرال سمیع سادات او جنرال هیبت الله علیزي د امریکا له سنټرل کمانډ سره د ایران په وړاندې د احتمالي برید په صورت کې د همکارۍ غوښتنه کړې.

