د پاکستان پلازمینه اسلاماباد کې د محکمې مخې ته شوي ځانمرګي برید مسوولیت د تحریک طالبان پاکستان اړوند ډلې «جماعتالاحرار» او «اتحادالمجاهدین پاکستان» پر غاړه واخیست.
په دغه برید کې لږ تر لږه ۱۲ تنه وژل شوي او ۲۷ نور ټپیان شوي دي.
د دې برید مسوولیت د یوه خپلواک رسنیز بنسټ له لارې خپور شوی، خو د پاکستان امنیتي چارواکو تر اوسه په رسمي ډول د دغې ادعا پخلی یا رد نه دی کړی.
یاد برید نن د اسلاماباد په هغه سیمه کې ترسره شوی چې مهمې دولتي ودانۍ او عدلي ادارې پکې موقعیت لري.

