د کاناډا پخواني لومړي وزیر جسټن ټروډو ویلي، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د کاناډا د الحاق ګواښ یوه ریښتینې موضوع ده.
سيبيسي نیوز ویلي، چې جسټن ټروډو دغه څرګندونې په تورنټو کې د کاناډا-امریکا اقتصادي غونډه کې وکړې.
د خپور شوي غږیز فایل په اساس، د هغه خبرې د یو لا هم فعال مایکروفون له لارې ثبت شوې، په داسې حال کې چې فکر کېده خبریالان له غونډې څخه وتلي دي.
د کاناډا دوه سوداګریز مشران چې په دې ناسته کې حاضر وو، سياينان ته تایید کړه چې ټروډو ویلي دي: «ښاغلی ټرمپ دا نظر لري چې د دې کار اسانه لار زموږ د هېواد جذب یا الحاق دی، او دا یوه ریښتینې موضوع ده.»
ټروډو تر دې وړاندې، د ډونالډ ټرمپ د لوړې مراسمو څخه مخکې له سياينان سره په یوه مرکه کې، کاناډا د متحده ایالاتو د ۵۱م ایالت د جوړېدو په اړه د ټرمپ څرګندونې د تعرفو ګواښونو له پایلو څخه د پام اړولو هڅه ګڼلې وه او په خبره یې دا به هیڅکله ونه شي.

