چهارشنبه, فبروري 4, 2026
Homeافغانستانجرمني رسنۍ:د طالبانو حکومت د جرمني لپاره نوی دیپلوماتیک ټیم معرفي کوي

جرمني رسنۍ:د طالبانو حکومت د جرمني لپاره نوی دیپلوماتیک ټیم معرفي کوي

جرمني رسنیو راپور ورکړی چې د طالبانو حکومت له ۲۰۲۴ کال د نومبر راهیسې په جرمني کې د خپلو دیپلوماتیکو استازو په ترکیب کې ژور بدلونونه راوستي او هغه دیپلوماتان یې بېرته هېواد ته غوښتي چې د ۲۰۲۱ کال تر سیاسي بدلون وړاندې برلین ته استول شوي وو.

د راپور له مخې، د دې بدلونونو په پایله کې دا مهال په جرمني کې یوازې درې افغان ډیپلوماتان پاتې دي.

سرچینې زیاتوي چې د طالبانو حکومت په عین حال کې هڅه کوي جرمني ته نوي دیپلوماتان معرفي کړي او د بهرنیو چارو وزارت د اوسني سرپرست سفیر د ګوښه کولو پریکړه هم تر غور لاندې نیولې.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here