د جرمني نوې حکومت د فریدریش مرتس په مشرۍ اعلان کړی چې د ثور له ۱۷مې څخه به د دغه هېواد پولې سختې وڅارل شي او د پناه غوښتونکو د منلو په برخه کې به نوي محدودیتونه پلي شي.
د حکومت په وینا، دا اقدامات د غیرقانوني مهاجرت د مخنیوي او د ناقانونه مهاجرو د ژر بېرته استولو په هدف ترسره کېږي.
د دغه هېواد د لومړي وزیر د دفتر مشر تورستن فرای ویلي، چې د اروپایي اتحادیې د اصولو له مخې باید پناه غوښتونکي په هغه لومړي اروپایي هېواد کې چې ورته داخلېږي، د پناه غوښتنه وکړي؛ خو اکثره یې مستقیماً جرمني ته ورځي.
سره له دې چې ائتلافي ګوندونه دغه تګلاره تائیدوي؛ خو د سوسیال دموکرات ګوند ځینې غړي دا ګام «غیرقانوني او ناکام» بولي.

