د جرمني پلازمېنه برلین کې د افغان ځوانانو ترمنځ د چاقوګانو د وهلو له امله لږ تر لږه شپږ تنه ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې، د ټپیانو له ډلې یو کس په نازک حالت کې دی.
د جرمنۍ ورځپاڼې B.Z. Berlin د معلوماتو پر بنسټ، ټول قربانیان افغانان دي او نښته د دوو ډلو ترمنځ رامنځته شوې ده.
پولیسو سیمه کلابنده کړې او د پېښې په اړه څېړنې روانې دي، خو تر اوسه د نښتې د لامل په اړه کره معلومات نه دي ورکړل شوي.

