دوشنبه, مارچ 23, 2026
Homeافغانستانجاپان او ایران؛د افغانستان د زلزلې له زیانمنو سره خواخوږي او د...

جاپان او ایران؛د افغانستان د زلزلې له زیانمنو سره خواخوږي او د مرستو ژمنه کړې

په کابل کې د جاپان سفیر کن‌ییچي ماساموتو د هېواد په شمالي ولایتونو کې د تېرې شپې د زلزلې له امله ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.

د جاپان سفارت د سفیر له قوله وايي چې د مړو لپاره دعا کوي او کورنیو ته یې تسلیت وړاندې کوي.

سفارت وایي جاپان له زیانمنو سره د مرستې لپاره چمتو دی.

همدارنګه په کابل کې د ایران سفارت هم د شمال د مرګونې زلزلې د اغېزمنو کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې ایران په دې سختو شرایطو کې د افغانانو تر څنګ ولاړ دی او له ارزونو وروسته به اړینې مرستې وړاندې کړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here