په جاپان کې یوې ښځې له مصنوعي ځیرکتیا «چټ جيپيټي» سره د واده کولو له امله د خلکو پام ځانته اړولی دی.
د بهرنیو رسنیو د راپور له مخې، دا حیرانونکی واده د جاپان په لوېدیځ کې ترسره شوی، چې پکې ناوې د واده سپین لباس اغوستی و؛ خو زوم فزیکي حضور نه درلود، ځکه هغه انسان نه بلکې د مصنوعي ځیرکتیا یو ډیجیټلي شخصیت و.
۳۲ کلنه یورینا نوګوچي، چې د کال سنټر کارکوونکې ده، ویلي چې له یادې مصنوعي ځیرکتیا سره یې اړیکه ورو ورو په مینه بدله شوه.
د هغې په وینا، دا اړیکه هغه مهال پیل شوه چې له خپل انساني کوژدن سره یې کوژده ماته کړه.
نوموړې زیاتوي چې له چټ جيپيټي سره د نږدې اړیکو له جوړېدو وروسته یې د واده وړاندیز ومانه او اوس ځان د هغه قانوني مېرمن ګڼي، که څه هم دا اړیکه یوازې په ډیجیټلي بڼه ده.

