چهارشنبه, فبروري 4, 2026
Homeافغانستانجاپان؛افغانستان سره د درې میلیونه ډالرو بشري مرستې اعلان کړی

جاپان؛افغانستان سره د درې میلیونه ډالرو بشري مرستې اعلان کړی

د ملګرو ملتونو د نفوسو نړیوال صندوق اعلان وکړ چې جاپان افغانستان ته درې میلیونه ډالر بشري مرسته ځانګړې کړې ده.

دا مرسته به شاوخوا ۲۱۰ زره کسانو ته، په ځانګړې توګه ښځو او نجونو ته د روغتیا، رواني ملاتړ او ټولنیزو خدماتو د برابرولو لپاره وکارول شي.

د ملګرو ملتونو د نفوسو نړیوال صندوق، ویلي چې دا بودیجه به هغو کسانو ته ځانګړې شي چې د طبیعي پېښو او بې‌وزلۍ له امله زیانمن شوي دي.

جاپان د طالبانو حکومت له واکمنۍ راهیسې ۵۴۹ میلیونه ډالره بشري مرسته افغانستان ته ورکړې.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here