د ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت پخواني سلاکار، جان بولټن ویلي چې ټرمپ په ښکاره توګه ویلي د اوسني ماموریت هدف په ایران کې د واکمن نظام بدلون دی.
هغه زیاته کړې چې یوازې د علي خامنهيي پر ځای د بل روحاني مشر راوستل د نظام بدلون نه بلل کېږي.
بولټن ټینګار کړی چې که رښتینی بدلون غواړي رامنځته شي، نو باید د روحاني مشرانو ټول حاکم جوړښت او سپاه پاسداران په بشپړه توګه منحل شي.
دغه څرګندونې په داسې حال کې شوې چې د ایران او لوېدیځ ترمنځ کړکېچ لا هم روان دی.

